ato logo
Search Suggestion:

پرچون پلورونکی

Last updated 1 September 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: پرچون پلورونکی(PDF 443KB).This link will download a file

که تاسو پرچون پلورنکی یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ - د مثال په توګه، د اونۍ پای یا د سهار وختي شیفټونه.

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په هماغه ورځ - د مثال په توګه، ستاسو د پرچون دندې څخه د ګارسون په توګه ستاسو دویمې دندې ته
  • په یوه ورځ د عین کارکوونکي لپاره یوه ځایناستي کارځای ته یه له هغه څخه – د بېلګې په توګه، د یوه ګومارونکي لپاره د دوو جلا پرچون پلورنځیو تر منځ سفر کول.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوند فیصدۍ کار وکړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.

که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلو مترونه د کار اړوند دي که نه.

که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، پټرول، خدمتونه او د بېمې لګښتونه.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ګنډلو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’دودیز جامې‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي. د بېلګې په توګه، سوداګریزې جامې یا جامې په پرچون پلورنځي کې پلورل کیږي چې تاسو یې کار کوئ.

تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

  • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم
  • او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري. د بېلګې په توګه، ستاسو د ګمارونکي لوګو سره یو ګنډل شوی کمیس چې تاسو یې په کار کې اغوستل اجباري دي
  • نا-جبري یونیفورم چې لهAusIndustry سره راجستر شوي (که باوري نه یئ له ګومارونکي سره مو پرې وغږېږئ).

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

د ځان زده کړې او مطالعې لګښتون ه

تاسو کولی شئ چې د ځان زده کړې او مطالعې د لګښتونو غوښتنه وکړئ که مو کورس مستقیماً له اوسنۍ دندې سره تړاو ولري – د بېلګې په توګه د پېرودونکو د خدمتونو کورس.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو زده​کړې یوازې عمومي وي او داسې جوړ شوی وي چې له تاسو سره د نوې دندې په موندلو کې مرسته وکړي– د بېلګې په توګه د روغتیا او سلامتیا کورس.

د ښکلا لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د ارایش، ارایشي توکو، وېښتانو او د پوستکی محصولاتو لپاره د لګښت د کسر غوښتنه ووکړئ، حتی که ستاسو ګومارونکی تاسو ته اړتیا لري چې دا وکاروي او تاسو په هغه پلورنځي کې کار کوئ چې دوی یې پلوري.

د خوړو او فسټ فوډ لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د خوړو، څښاک یا فسټ فوډ لپاره چې هره ورځ یې په کارځای کې مصفرفوئ، د لګښتونو غوښتنه وکړئ ان که يې اجازه ترلاسه کوئ. دا شخصي لګښتونه دي.

که تاسو د صنعتي قانون، جایزه یا موافقتنامې لاندې د اضافي وخت خواړو تخصیص ترلاسه کړئ او دا ستاسو د ارزونې وړ عاید کې شامل وي، تاسو کولی شئ د هغه خواړو لګښت ادعا وکړئ چې تاسو د اضافي وخت کار کولو پرمهال اخلئ او خورئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

  • د اتحادیې او مسلکي اتحادیې فیس
  • شخصي محافظتي تجهیزات چې تاسو یې اخلئ، لکه دستکشې، د مخ ماسکونه، سینیټایزر یا د باکتریا ضد سپری، په دې شرط چې ستاسو دنده تاسو ته اړتیا لري چې د پیرودونکو سره نږدې وي.

تاسو د دې غوښتنه نه شئ کولی:

  • ستاسو د ګمارونکي لخوا تمویل شوي یا تادیه شوي لګښتونه
  • د تلیفون او انټرنیټ کارول چیرې چې ستاسو یوازینۍ کار پورې اړوند کارول ستاسو د مدیر سره ستاسو د کاري بدلونونو په اړه اړیکه نیول دي، یا د تادیاتو یا تادیاتو لنډیز چیک کول
  • ستاسو د کار په نورمال ځای کې پارکینګ، یا عامه ترانسپورت، ټیکسي یا له کور څخه تر کار پورې د سواری شریک لګښتونه، حتی که تاسو په جلا شیفونو یا غیر معمولي ساعتونو کې کار کوئ
  • د انفلونزا او نور واکسین، ان که اړ وئ چې د دندې لپاره دا کار وکړئ.

تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/retailته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70313