ato logo
Search Suggestion:

د کرنې صعنت

Last updated 31 August 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: (PDF 451KB) د کرنې صعنتThis link will download a file

که تاسو د کرنې په صنعت کې یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې دا د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ.

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د مېوې ټولوونکي په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د محصول د څېړنې لپاره د خاورې ټېسټ کولو لپاره مو دویمې دندې ته
  • په ورځ د کار ګمارونکي لپاره یوه کارځای ته او له هغه څخه – د بېلګې په توګه، ستاسو د کارکوونکي لپاره د ګنیو د ځمکو تر منځ.

په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي تاسو د کار لپاره لوی وسایل او تجهیزات لېږدوئ. تاسو کولی شئ په لاندې مواردو کې دغو سفرونو لپاره هغه وخت د کسر مطالبه وکړئ:

  • وسایل یا تجهیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وي او له ځان سره یې یوازې د خپلې خوښې لپاره نه ګرځوئ
  • وسیلې یا تجهیزات لوی وي - پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله د دوی انتقال ګران وي او یوازې د موټر په کارولو سره په اسانۍ سره لېږدول کیدی شي
  • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د عین موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، د خدمتونو او بیمې لګښتونه.

که ستاسو موټر د یو ټن یا ډېرو بار وړلو ظرفیت ولري، لکه یو یوټ یا وېن، تاسو نشئ کولی چې ستاسو د مطالبې د محاسبه کولو لپاره د سېنټ پر کیلومتر طریقه یا د لاګ بوک (logbook) طریقه وکاروئ. تاسو کولی شئ چې د حقيقي لګښتونو مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د خپل موټر په کار پورې اړوند استعمال لپاره پرې کوئ.

تاسو کولی شئ د هوارو ځمکو وسایطو لکه (ATV) څلور ټیره موټرسایکلونو په ارزښت او بېولو په لګښتونو کې د کموالي لپاره مطالبه وکړئ؛ چېرته چې تاسو باید لوی واټنونه ووهئ چې په وسایطو نه وهل کېږي. تاسو یوازې هغه وخت کولی شئ چې د ATV لپاره د ارزښت د کموالي مطالبه وکړئ چې تاسو پخپله د دې واسطه بیه ورکړې وي او بیه مو یې له کارکوونکي نه وي اخیستې.

د سفر لګښتونه

تاسو کولی شئ هغه وخت د سفر د لګښتونو غوښتنه وکړئ چې له کور څخه مو د شپې ناوخته د کاري مسولیتونو ترسره کولو لپاره ځئ – د بېلګې په توګه، د فارمونو تر منځ په اوږده فاصله د څارویو ساتل. د سفر په لګښتونه کې کېدای شي چې خواړه، استوګنځی، کرایې او د کاري سفر په وخت کې اړوند لګښتونه شامل وي.

تاسو نشئ کولی چې د کسر مطالبه وکړئ که چېرې د سفر پیسې ورکړل شوي وي، یا تاسو د خپل کار ګمارونکي یا بل کس لخوا تادیه شوي یاست.

تاسو نشئ کولی هغه وخت د لګښت غوښتنه وکړئ چې نوي کارځای ته ځئ یا انتقالېږئ. دا په هغه صورت کې کېږي چې تاسو د اوسنۍ دندې لپاره ځئ او یا نوې دنده اخلئ.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’ دودیزې جامې ‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، د پښو پوښونکي پطلونونه، د لارۍ پطلونونه، جین، د برمې پطلونونه یا جاکټونه.

تاسو کولی شئ هغه وخت د جامو د اخیستلو، کرایه کولو، بیا جوړولو یا پاکولو لپاره د لګښت مطالبه وکړئ چې دا محافظتي وي. محافظتي جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، یو د څارویو د فارم کارکوونکی کولی شي د دستکشو او فولادي پوښ شوي بوټانو غوښتنه وکړي.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که ستاسو ګومارونکی تاسو ته دغه لګښتونه ګالي.

لېسنسونه، جوازونه او کارټونه

تاسو نشئ کولی چې د موټرچلوونکي لېسنس یا د دندو ترلاسه کولو لپاره د ځانګړي لېسنس یا تصدیق د اولیه لګښتونو غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، د یوه لوی موټر/واسطې جواز، د ګرمې وسلې لېسنس یا جرثقیل لېسنس.

تاسو کولی شئ چې د دندې اړوندو کارونو ترسره کولو لپاره د ځانګړي لېسنس د نوي کولو لپاره اضافي لګښت یا په لېسنس کې د ستونزې د حل لپاره لګښت وغواړئ. د بېلګې په توګه، که تاسو د یوه جرثقیل لېسنس ته اړتیا لرئ چې دنده پری واخلئ، تاسو د لېسنس اخیستو د اولیه لګښتونو غوښتنه نشئ کولی. که څه هم کولی شئ د کار کولو پر وخت د دغه لېسنس د نوي کولو لپاره لګښت وغواړئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار اړوند برخې د نورو لګښتونو غوښتنه وکړئ، که دا په دنده پورې اړه لرئ، د دې په ګډون:

  • د کار کوونکي سپي او د آس د کار لګښتونه، لکه خواړه، د حیواني ډاکټر بېل او بېلابېل شیان لکه د زین ارزښت
  • خولۍ او د لمر ملهم
  • د شورا او مسلکي اتحادیې فیس
  • د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
  • تخنیکي او مسلکي خپرونې، او
  • وسایل، تجهیزات چې تاسو یې د کار لپاره کاروئ لکه برقی اره یا د کټارې وسایل. که د وسایلو او تجهیزاتو لګښت له
    • له 00$3 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
    • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.
     

تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه سندرو د ګډون یا ماشوم​پالنې لپاره لګښت وغواړئ.

دا معلومات د هغو کارکوونکو لپاره دي چې په کرنه کې کارکوي. دا د ذوقي کار کوونکو بزګرو لپاره نه پلي کېږي.

که طبعي آفتونه تاسو ته مالي ستونزې جوړوي، موږ ته په 1800 806 218 شمېره زنګ ووهي، موږ له تاسو سره مرسته کولی شو چې مالیه مو مدیریت کړئ.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/agriculture ته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70307