ato logo
Search Suggestion:

مېلمه پالونکی

Last updated 1 September 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: مېلمه پالونکی کارکوونکی(PDF, 400KB).This link will download a file

که تاسو مېلمه پالونکی یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ګنډلو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’دودیز جامې‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، تور پطلون یا سپین کمیس.

تاسو کولی شئ چې د جامو د پېرلو، کرایه کولو، بیا جوړوول یا پاکولو لپاره د کسر غوښتنه وکړئ که چېرې جامې:

  • محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي – د بېلګې په توګه محافظ دستکش یا د مخې لمن
  • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري– د بېلګې په توګه یو نخي پېراهن چې ستاسو د ګومارونکي لوګو ورباندې وي او په کارځای کې یې اغوستل اجباري وي
  • د مسلک ځانګړي - جامې چې تاسو په ځانګړي ډول د یو ځانګړي کس په توګه پیژني - د بیلګې په توګه، د سر آشپز چک شوي پتلون او د سر آشپر خولۍ
  • نا-جبري یونیفورم چې لهAusIndustry سره راجستر شوي (که باوري نه یئ له ګومارونکي سره مو پرې وغږېږئ).

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ – د بېلګې په د عمومي رخصتیو یا د شپې شېفټ.

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د ګارسون په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د صفاکار په توګه دویمې دندې ته
  • په ورته ورځ د ورته کار ګمارونکي لپاره بدیل کاري ځای ته او له هغه ځایه - د مثال په توګه، د رستورانت څخه چې تاسو په کې کار کوئ د خواړو فعالیت ته سفر کول.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

د ځان زده کړې او مطالعې لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د ځان زده کړې او مطالعې د لګښتونو غوښتنه وکړئ که مو کورس مستقیماً د مېلمه پالونکي په توګه له کار سره تړاو لري او دا چې:

  • هغه مهارتونه او پوهه ساتي او وده ورکوي چې ستاسو اوني کار ته ورته اړتیا ده – د بېلګې په توګه، د baristaکورس که تاسو دمخه په کافي شاپ کې کار کوئ
  • ستاسو له اوسنۍ دندې څخه تاسو ته د ډېر عاید سبب کېږي یا ممکن شي، لکه ستاسو د شاګردۍ کورس.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو زده​کړه عمومي وي یا د دې لپاره وي چې نوې دنده پیدا کړئ. د بېلګې په توګه ، تاسو نشئ کولی د مطالعې لګښت ادعا وکړئ ترڅو تاسو ته وړتیا ورکړئ چې د خوړو تحویلي چلوونکي څخه د شیف کیدو لپاره حرکت وکړئ.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د دغو لګښت وغواړئ:

  • هغه وسایل یا تجهیزات چې تاسو د کار لپاره کاروئ، لکه د شیف چاقو
  • ستاسو د وسایلو او تجهیزاتو بیمه
  • ستاسو د وسایلو او تجهیزاتو بیا جوړوونه یا ترمیم.

په هغه صورت کې چې د وسیلې یا تجهیزاتو لګښت:

  • له $300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
  • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ. تاسو اړتیا لرئ د بیمې لګښت او ترمیم د خصوصي او کار پورې اړوند کارونې ترمینځ تقسیم کړئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

  • د شورا او مسلکي اتحادیې فیس
  • د الکولو تصدیق یا لوبو لپاره ستاسو د مسول خدمت نوي کول. تاسو نشئ کولی د خپل لومړني جواز ترلاسه کولو لګښت لپاره د کسر غوښتنه وکړئ
  • د شخصي محافظت وسایل چې تاسو اخلئ، لکه دستکش، ماسک، سنټایزر یا د بکتریا ضد سپرې، په هغه صورت کې چې دنده مو درنه وغواړي چې له مشتریانو سره نیږدې اوسئ.

تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه سندرو د ګډون، ماشوم​پالنې، جریمو او د انفلونزا یا نورو واکسینو لګښت وغواړئ، ان که اړ وئ چې د کار لپاره باید دا وکړئ.

تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپارهato.gov.au/hospitality ته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70316