Show download pdf controls
  • شاګرد

    تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: (PDF 425KB) شاګردThis link will download a file

    که تاسو شاګرد یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

    په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

    • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
    • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
    • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

    تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

    تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې دا د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

    د موټر لګښتونه

    تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ.

    تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

    • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د پایپ کول د شاګرد په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د محافظتي ګارډ په توګه دویمې دندې ته
    • په یوه ورځ ورته د کار ګمارونکی لپاره یوه کارځای ته او له هغه څخه – د بېلګې په توګه، د دوو کاري مرکزونو یا ډیپوګانو تر منځ سفر کول.

    په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي تاسو د کار لپاره لوی وسایل او تجهیزات لېږدوئ. تاسو کولی شئ په لاندې مواردو کې دغو سفرونو لپاره هغه وخت د کسر مطالبه وکړئ:

    • وسایل یا تجهیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وي او له ځان سره یې یوازې د خپلې خوښې لپاره نه ګرځوئ
    • وسیلې یا تجهیزات لوی وي - پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله د دوی انتقال ګران وي او یوازې د موټر په کارولو سره په اسانۍ سره لېږدول کیدی شي
    • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.

    که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

    که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوند استفاده مشخصه کړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي. که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلو مترونه د کار اړوند دي که نه.

    که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، د خدمتونو او بیمې لګښتونه.

    که ستاسو موټر د یو ټن یا ډېرو بار وړلو ظرفیت ولري، لکه یو یوټ یا وېن ، تاسو نشئ کولی چې ستاسو د مطالبې د محاسبه کولو لپاره د سېنټ پر کیلومتر طریقه یا د لاګ بوک (logbook) طریقه وکاروئ. تاسو کولی شئ چې د حقيقي لګښتونو مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د خپل موټر په کار پورې اړوند استعمال لپاره پرې کوئ.

    د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

    د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

    تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې اغوندئ. ’ دودیزې جامې ‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، د برمې پطلونونه او کمیسونه هغه جامې چې سوداګر یې اغوندي یا تور پطلونونه چې ارایشګر یې اغوندي.

    تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

    • محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، د فولادو پوښ شوي بوټان یا لوړ قدرت لرونکې جامې
    • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري.

    تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

    د ځان زده کړې او مطالعی لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د ځان زده کړې او مطالعی د لګښتونو غوښتنه وکړئ که مو کورس مستقیماً د شاګر په توګه له کار سره تړاو لري او دا چې:

    • هغه مهارتونه او پوهه ساتي او وده ورکوي چې ستاسو اوسنیو دندو ته ورته اړتیا ده
    • ستاسو د اوسنۍ دندې لکه ستاسو د زده کړې کورس څخه د عاید زیاتوالی پایله یا احتمال لري.

    تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو زده ګړه عمومي وي یا د دې لپاره وي چې نوې دنده پیدا کړئ. د بېلګې په توګه، که تاسو د ترکاڼ شاګرد یئ، نه شئ کولی د کتاب ساتنې د کورس د لګښت غوښتنه وکړئ.

    تاسو نشئ کولی چې د هغو پیسو په ورکړه کې د کسر غوښتنه وکړئ چې تاسو یې د زده​کړې یا روزنې د ملاتړ لپاره پور کوئ.

    تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که ستاسو ګومارونکی تاسو ته دغه لګښتونه ګالي.

    د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د هغو وسایلو او تجهیزاتو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د کار لپاره کاروئ، په شمول د ترمیم او بیمې (انشورنس).

    که یو وسیله یا تجهیزات لګښت ولري:

    • له$300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
    • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له 300$ ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

    تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

    که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ. تاسو همداراز باید د بیمې د شخصي او کار اړوندې استفادې جبران تر منځ د لګښت تخصیص وکړئ.

    نور لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

    • د لمر ځد ملهم، خولۍ او عینکې که ستاسو دندې له تاسو غواړي چې د اوږدې مودې لپاره بهر کار وکړئ
    • د شورا او مسلکي اتحادیې فیس
    • د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې.

    تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

    تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه سندرو د ګډون، ماشوم​پالنې، د پارکنګ فیس، یا د کور او کارځای تر منځ سفر لپاره د عامه ټرانسپورټ، جریمو او د انفلونزا یا نورو واکسینو لګښت وغواړئ، ان که اړ وئ چې د کار لپاره باید دا وکړئ.

    دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

    د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/apprentice ته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

      Last modified: 29 Aug 2022QC 70271