ato logo
Search Suggestion:

ساختماني کارکوونکی

Last updated 1 September 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: ساختماني کارکوونکی(PDF, 396KB).This link will download a file

که تاسو یو ساختماني کارکوونکی یاست، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې ATO app myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ - د بیلګې په توګه، د اونۍ پای یا د سهار وختي شیفټونه.

په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي:

  • تاسو د مختلفو شیفټونو له کبله د کار ځایونه بدلوئ (یعنی تاسو د کار مشخص ځای نه لرئ او تاسو په دوامداره توګه د خپل کاري ورځې په جریان کې له یو کاري ځای څخه بل ته سفر کوئ)
  • تاسو د کار لپاره لوی وسایل یا تجهیزات انتقالوئ، او لاندې ټول شرایط پوره شي
    • وسایل یا تجهیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وي او له ځان سره یې یوازې د خپلې خوښې لپاره نه ګرځوئ
    • وسیلې یا تجهیزات لوی وي - پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله د دوی انتقال ګران وي او یوازې د موټر په کارولو سره په اسانۍ سره لېږدول کیدی شي
    • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.
     

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • مستقیم په ورته ورځ کې د جلا جلا دندو ترمنځ وي - د بیلګې په توګه، ستاسو د ساختماني دندې څخه د امنیت ساتونکي په توګه ستاسو دویمې دندې پورې
  • په ورته ورځ کې د ورته کار ګمارونکي لپاره بدیل کاري ځای ته تګ راتګ - د بیلګې په توګه، د ډیپو یا کاري ساحو ترمنځ.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ. که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د نوموړي موټر لپاره په نوموړي مالي کال کې نور کسرونه وغواړئ - د بیلګې په توګه، د سروس کولو یا د بیمې (انشورنس) لګښتونه.

که ستاسو موټر د یو ټن یا ډېرو بار وړلو ظرفیت ولري، لکه یو یوټ یا وېن، تاسو نشئ کولی چې ستاسو د مطالبې د محاسبه کولو لپاره د سېنټ پر کیلومتر طریقه یا د لاګ بوک طریقه وکاروئ. تاسو کولی شئ چې د حقيقي لګښتونو مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د خپل موټر په کار پورې اړوند استعمال لپاره پرې کوئ.

د سفر لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د سفر لګښتونه وغواړئ که تاسو د خپلې دندې د ترسره کولو په جریان کې د شپې له خوا له خپل کور څخه لرې سفر وکړئ - د بیلګې په توګه، په یو ایالتي کنفرانس کې ګډون کول. د سفر په لګښتونه کې کېدای شي چې خواړه، استوګنځی، کرایې او د کاري سفر په وخت کې اړوند لګښتونه شامل وي. شرایط ممکن د فلای ان فلای آوټ (FIFO) کارمندانو لپاره توپیر ولري.

تاسو نشئ کولی چې د کسر مطالبه وکړئ که چېرې د سفر پیسې ورکړل شوي وي، یا تاسو د خپل کار ګمارونکي یا بل کس لخوا تادیه شوي یاست.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. دودیز کالي هغه ورځنۍ جامې دي چې د خلکو لخوا اغوستل کیږي - د بېلګې په توګه، کاوبای، دروېشي یا د کار شارټس او کمیسونه چې کارګر یې اغوندي.

تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

  • محافظتي – هغه جامې چې د محافظتي ځانګړتیاوو او مشخصاتو لرونکي وي کوم چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو یا ناروغیو د ځانګړي خطرونو څخه د ساتنې لپاره اغوندي. د بیلګې په توګه، های وېز (انعکاس ورکوونکی کميس)، یا د فولادو پوښ شوي بوټان.

د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د هغو وسایلو او تجهیزاتو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د کار لپاره کاروئ، په شمول د ترمیم او بیمې د بیلګې په توګه، یو دایروی اره، د کانکرېټ مکسر یا د پېچکشونو سېټ.

په هغه صورت کې چې د وسیلې یا تجهیزاتو لګښت:

  • له $300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
  • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ. تاسو باید د بیمې او د ترمیم لګښت د شخصي او کار پورې اړوند کارونې تر منځ په سم ډول تقسیم کړئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

  • د لمر ځد ملهم، خولۍ او عینکې که ستاسو دندې له تاسو غواړي چې د اوږدې مودې لپاره بیرون کار وکړئ
  • د جوازونو، قانوني جوازونو، سندونو یا "کارډونو" د نوي کولو فيس چې ستاسو د کار سره تړاو ولري (مګر تاسو نشئ کولی چې د کار د ترلاسه کولو لپاره د جواز په لومړي ځل د ترلاسه کولو د لګښت مطالبه وکړئ)
  • د خوندیتوب تجهیزات لکه مهار، چشمې او د تنفس ماسک
  • د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
  • د اتحادیې فيسونه.

تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه د جم فيسونه، جریمې یا ستاسو د موټر چلولو جواز، حتی که دا ستاسو د کار لپاره یو شرط هم وي مطالبه وکړئ.

تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/buildingconstruction څخه لیدنه وکړئ یا د مالیې د یو راجستر شوي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70314