Show download pdf controls
  • صفاکار

    تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: صفاکار کارکوونکی(PDF, 407KB)This link will download a file  

    که تاسو صفاکار یئ، نو ۤپدې ارزی چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

    په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

    • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
    • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
    • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

    تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

    تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

    د موټر لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

    • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د پاکوونکي په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د ګارسون په توګه دویمې دندې ته
    • په یوه ورځ د ورته کار ګمارونکی لپاره یوه کارځای ته او له هغه څخه – د بېلګې په توګه، د بېلابېلو کورونو تر منځ سفر چې تاسو یې پاکوئ.

    تاسو نشئ کولی چې د کور او کارځای تر منځ د سفر د لګښتونو غوښتنه وکړئ، ان که له خپل کارځای څخه لرې اوسېږئ یا باید عادی کاري ساعتونه بهر کار وکړئ – د بېلګې په توګه، د صفاکارۍ د شپني شېفټونه.

    په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ:

    • په شېفټ ځایونو کې کار کوئ (دا چې تاسو یو ثابت کارځای نه لرئ او په کاري ورځ مو له معمول له یوه کاري مرکز څخه بل یوه ته سفر کوئ)
    • د کار لپاره لوی وسایل او تجهیزات لېږدوئ. تاسو هغه وخت د دغو سفرونو د لګښت کمولو غوښتنه کولی شئ چې لاندې موارد موجود وي.
      • دا وسایل یا تجیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وی او له ځانه سره یې یوازې د خپلې خوښۍ لپاره نه ګرځوئ
      • وسیلې یا تجهیزات لوی وي - پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله د دوی لیږد ګران وي او یوازې د موټر په کارولو سره په اسانۍ سره لېږدول کیدی شي
      • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.
       

    که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

    که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوندې فیصدۍ لپاره کار کړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.

    که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلو مترونه د کار اړوند دي که نه.

    که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، د خدمتونو او بیمې لګښتونه.

    د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

    د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

    تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’ دودیزې جامې ‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، د بېلګې په توګه ورزشی جامې، تور پطلون، کمیسونهاو کتاني بوټان.

    تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ګنډلو یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

    • محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، د مخ لمنه چې جامې مو له ککړېدو ساتي یا د نفس ماسکونه چې له کېمیاوي موادو مو ساتي.
    • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري. د مثال په توګه، ستاسو د ګمارونکي لوګو سره یو ګنډل شوی کمیس چې ستاسو لپاره په کار کې اغوستل لازمي دي.

    تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

    د خوړو او فسټ فوډ لګښتونه

    تاسو نشئ کولی چې د خوړو، څښاک یا فسټ فوډ لپاره چې هره ورځ یې په کارځای کې مصفرفوئ، د لګښتونو غوښتنه وکړئ (ان که تاسو پ بېلابېلو شفټونو یا معمول کار سره کې کار کوئ یا اجازه ترلاسه کوئ). دا شخصي لګښتونه دي.

    که تاسو د یوه صنعتي قانون، جایزه یا تړون له مخې د اضافي خوړو اجازه ترلاسه کوئ او دا ستاسو په حسابېدونکي عاید کې شاملېږي، تاسو کولی شئ چې د هغو خوړو د لګښت غوښتنه وکړئ چې تاسو یې د اضافي کار پر وخت اخلئ او خورئ.

    د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د هغو وسایلو او تجهیزاتو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د کار لپاره کاروئ، په شمول د ترمیم او بیمې (انشورنس) د بېلګې په توګه د بخار صفاکار یا جارو کوونکی.

    که یو وسیله یا تجهیزات لګښت ولري:

    • له $300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
    • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

    تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

    که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ. تاسو همداراز باید د بیمې د شخصي او کار اړوندې استفادې جبران تر منځ د لګښت تخصیص وکړئ.

    نور لګښتونه

    تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

    • د شورا او مسلکي اتحادیې فیس
    • د تیلفون لګښتونه، له هغو سوابقو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
    • شخصي محافظتي تجهیزات چې تاسو یې اخلئ، لکه دستکشي، ماسک، سنټایزر یا د بکتریا ضد سپرې؛ که چېرې ستاسو کار د محوطې پاکول وي.

    تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لباره د لګښتونو غوښتنه وکړئ لکه په سندرو کې ګډون، ماشوم​پالنه یا جریمې.

    تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

    دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

    د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/cleanerته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

      Last modified: 02 Sep 2022QC 70315