ato logo
Search Suggestion:

د ټولنې د ملاتړ کارکوونکی یا مستقیم پاملرونکی

Last updated 1 September 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ : د ټولنې د ملاتړ کارکوونکی یا مستقیم پاملرونکی (PDF, 433KB)This link will download a file.

که تاسو د ټولنې ملاتړ یا مستقیم پاملرونکی یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته تادیه شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

دا معلومات د ګومارونکو ټولنې د ملاتړ کارکوونکو او مستقیمو پاملرونکو لپاره دي، دNational Disability Insurance Scheme له مخې دا د ګډونوالو یا کاندیدانو یا استازو لپاره د پلي کېدو وړ نه دي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ – د بېلګې په توګه د اونۍ په پای کې یا سهار وختي شېفټ.

په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي تاسو د دندې شېفټ ځایونه لرئ (تاسو ثابت کارځای نه لرئ او تاسو په دوامداره توګه له یوه کاري مرکز څخه بل ته د کاري ورځو پر وخت ځئ).

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د شخصي پاملرونکي په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د معلولیت د ملاتړ کارکوونکي په توګه دویمې دندې ته
  • په یوه ورځ ورته د ګمارونکی لپاره یوه کارځای ته او له هغه څخه – د بېلګې په توګه، د په مستقیمه توګه د پیرودونکو د کورنو تر منځ یا د مراجیعونو سره د لیدولو لپاره.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوندې فیصدۍ لپاره کار وکړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.

که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلومترونه د کار اړوند دي که نه.

که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، پټرول، د خدمتونو او بیمې لګښتونه.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’ دودیزې جامې ‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، جین، یخن قاق، کتاني بوټان یا د سوداګرۍ جامې.

تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

  • محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، نه ښویېدونکي بوټان
  • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري. د بېلګې په توګه، ګلدوزي کمیس چې د ګومارونکي لوګو ورباندې وي او په کارځای کې یې اغوستل اجباري وي.

د خوړو او فسټ فوډ لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د خوړو، څښاک یا فسټ فوډ لپاره چې هره ورځ یې په کارځای کې مصفرفوئ، د لګښتونو غوښتنه وکړئ ان که يې اجازه ترلاسه کوئ. دا شخصي لګښتونه دي.

تاسو کولی شئ چې د هغو خوړو د لګښت غوښتنه وکړئ چې تاسو یې د اضافي کار پر وخت اخلئ او خورئ که تاسو د یوه صنعتي قانون، جایزه یا تړون له مخې د اضافي خوړو اجازه ترلاسه کوئ او دا ستاسو په حسابېدونکي عاید کې شاملېږي.

تاسو نشئ کولی چې د هغو لګښتونو غوښتنه وکړئ چې تاسو ځان یا بهر ته د وتلو پر وخت پیرودونکي ته کوي – د بېلګې په توګه، د دوی د قهوې پیسې ورکول، غرمې ډوډۍ یا د سینما ټکټ.

د ځان زده کړې او مطالعې لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د ځان زده کړې او مطالعې د لګښتونو غوښتنه وکړئ که مو کورس مستقیماً د شاګرد په توګه له کار سره تړاو لري او دا چې:

  • هغه مهارتونه او پوهه ساتي او وده ورکوي چې ستاسو اوسني کار ته ورته اړتیا ده – د بېلګې په توګه د عمر په ملاتړ کې د IV سند که تاسو د عمر لرونکي پاملرنې کارکونکي په توګه ګمارل شوي یاست
  • ستاسو د اوسنۍ دندې څخه د عاید د زیاتوالي پایله یا احتمال شتون لري.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو زده کړه عمومي وي یا د دې لپاره وي چې نوې دنده پیدا کړئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

  • د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
  • د دندې اړوندو کارونو لپاره له کور څخه د کار کولو لګښتونه
  • د شخصي محافظت وسایل چې تاسو اخلئ، لکه دستکش، ماسک، سنټایزر یا د بکتریا ضد سپرې، په هغه صورت کې چې دنده مو درنه وغواړي چې له مشتریانو سره نیږدې اوسئ
  • د شورا او مسلکي اتحادیې فیس.

تاسو کولی شئ چې د شخصي لګښتونو غوښتنه وکړئ، لکه:

  • د فېټنس لګښتونه – د بېلګې په توګه د جېم فیس
  • ستاسو په عادي کارځای کې پارک کول یا عامه ټرانسپورټ، ټکسي​ګانې یا له کوره تر کاره د سپرلۍ شریکول
  • د انفلونزا یا نور واکسینونه
  • د TV لګښت، په سندرو کې ګډون یا د چغو خدمتونه.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که ستاسو ګومارونکی تاسو ته دغه لګښتونه ګالي.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/carersته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70286