ato logo
Search Suggestion:

د غوښې د پروسس کارکوونکی

Last updated 31 August 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: د غوښې د پروسس کارکوونکی(PDF, 418KB)This link will download a file

که تاسو د غوښې د پروسس کارکوونکی یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ - د مثال په توګه، د اونۍ پای یا د سهار وختي شیفټونه.

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د غوښې پروسس کوونکي په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د قصاب په توګه دویمې دندې ته
  • په ورځ ورته د کار ګمارونکي لپاره بدیل کاري ځای ته او له هغه څخه - د مثال په توګه، د حوزو او ستاسو د کار ځای ترمنځ.

په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي تاسو د کار لپاره لوی وسایل او تجهیزات لېږدوئ. تاسو کولی شئ په لاندې مواردو کې دغو سفرونو لپاره هغه وخت د کسر مطالبه وکړئ:

  • وسیلې یا تجهیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وي او له ځان سره یې یوازې د خپلې خوښې لپاره نه ګرځوئ
  • وسیلې یا تجهیزات لوی وي - پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله د دوی انتقال ګران وي او یوازې د موټر په کارولو سره په اسانۍ سره لېږدول کیدی شي
  • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.

که چاقو، سټیلونه د چاقو تیزولو لپاره کارول کیږي او محافظتي جامې یوازینی توکي وي چې تاسو یې تمه لرئ د کاري موخو لپاره یې واخلئ، دا لوی نه ګڼل کیږي او تاسو د کسر غوښتنه نشئ کولی.

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوند فیصدۍ کار وکړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.

که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلو مترونه د کار اړوند دي که نه.

که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، پټرول، خدمتونه او د بېمې لګښتونه.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’دودیز جامې‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، جینز یا ساده کمیسونه چې د محافظتي کوټونو لاندې اغوستل کیږي.

تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:

  • محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، د پرې کېدو پر وړاندې مقاومت لرونکي دستکشې، محافظتي جامې یا محافظتي بوټان
  • اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

د خوړو او فسټ فوډ لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د خوړو، څښاک یا فسټ فوډ لپاره چې هره ورځ یې په کارځای کې مصفرفوئ، د لګښتونو غوښتنه وکړئ ان که يې اجازه ترلاسه کوئ. دا شخصي لګښتونه دي.

که تاسو د یوه صنعتي قانون، جایزه یا تړون له مخې د اضافي خوړو اجازه ترلاسه کوئ او دا ستاسو په حسابېدونکي عاید کې شاملېږي، تاسو کولی شئ چې د هغو خوړو د لګښت غوښتنه وکړئ چې تاسو یې د اضافي کار پر وخت اخلئ او خورئ.

د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د دغو لګښت وغواړئ:

  • هغه وسایل یا تجهیزات چې تاسو د کار لپاره کاروئ، لکه چړې او د تېره کولو ډبرې
  • ستاسو د وسایلو او تجهیزاتو بیمه
  • ستاسو د وسایلو او تجهیزاتو بیا جوړوونه یا ترمیم.

په هغه صورت کې چې د وسیلې یا تجهیزاتو لګښت:

  • له $300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
  • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ. که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار اړوند لګښت هغې برخې غوښتنه وکړئ چې ستاسو په دنده پورې اړه لري، لکه د اتحادیې او مسلکي اتحادیې فیس.

تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه سندرو د ګډون، ماشوم​پالنې، جریمو او د انفلونزا یا نورو واکسینو لګښت وغواړئ، ان که اړ وئ چې د کار لپاره باید دا وکړئ.

تاسو نشئ کولی چې د هغه کسر لپاره چې لګښت یې ستاسو د ګمارونکي لخوا ورکړل شوی یا تادیه شوی وي مطالبه وکړئ.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/meatindustryته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70298