تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ : د ټولنې د ملاتړ کارکوونکی یا مستقیم پاملرونکی (PDF, 433KB)This link will download a file.
که تاسو د ټولنې ملاتړ یا مستقیم پاملرونکی یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.
په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:
- تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته تادیه شوې نه وي
- دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
- تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.
تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.
تاسو کولی شئ چې د ATO app د myDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.
دا معلومات د ګومارونکو ټولنې د ملاتړ کارکوونکو او مستقیمو پاملرونکو لپاره دي، دNational Disability Insurance Scheme له مخې دا د ګډونوالو یا کاندیدانو یا استازو لپاره د پلي کېدو وړ نه دي.
د موټر لګښتونه
تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ – د بېلګې په توګه د اونۍ په پای کې یا سهار وختي شېفټ.
په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي تاسو د دندې شېفټ ځایونه لرئ (تاسو ثابت کارځای نه لرئ او تاسو په دوامداره توګه له یوه کاري مرکز څخه بل ته د کاري ورځو پر وخت ځئ).
تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:
- په مستقیمه توګه په یوه ورځ د جلا دندو تر منځ – د بېلګې په توګه، د شخصي پاملرونکي په توګه مو له لومړۍ دندې څخه د معلولیت د ملاتړ کارکوونکي په توګه دویمې دندې ته
- په یوه ورځ ورته د ګمارونکی لپاره یوه کارځای ته او له هغه څخه – د بېلګې په توګه، د په مستقیمه توګه د پیرودونکو د کورنو تر منځ یا د مراجیعونو سره د لیدولو لپاره.
که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.
که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوندې فیصدۍ لپاره کار وکړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.
که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلومترونه د کار اړوند دي که نه.
که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، پټرول، د خدمتونو او بیمې لګښتونه.
د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)
د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.
تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ترمیم کولو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’ دودیزې جامې ‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه، جین، یخن قاق، کتاني بوټان یا د سوداګرۍ جامې.
تاسو کولی شئ چې د هغه جامو د پېرودلو، کرایه کولو، ترمیم یا پاکولو لګښت مطالبه وکړئ چې که چېرې:
- محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د بېلګې په توګه، نه ښویېدونکي بوټان
- اجباري یونیفورم – هغه جامې دي چې ستاسو ګومارونکی له تاسو غواړي چې یې په منظم او جدي توګه یې واغوندئ، دا د کارځای د تړون او پالیسۍ له مخې وي چې ستاسو سازمان ته په کتو توپیر لري. د بېلګې په توګه، ګلدوزي کمیس چې د ګومارونکي لوګو ورباندې وي او په کارځای کې یې اغوستل اجباري وي.
د خوړو او فسټ فوډ لګښتونه
تاسو نشئ کولی چې د خوړو، څښاک یا فسټ فوډ لپاره چې هره ورځ یې په کارځای کې مصفرفوئ، د لګښتونو غوښتنه وکړئ ان که يې اجازه ترلاسه کوئ. دا شخصي لګښتونه دي.
تاسو کولی شئ چې د هغو خوړو د لګښت غوښتنه وکړئ چې تاسو یې د اضافي کار پر وخت اخلئ او خورئ که تاسو د یوه صنعتي قانون، جایزه یا تړون له مخې د اضافي خوړو اجازه ترلاسه کوئ او دا ستاسو په حسابېدونکي عاید کې شاملېږي.
تاسو نشئ کولی چې د هغو لګښتونو غوښتنه وکړئ چې تاسو ځان یا بهر ته د وتلو پر وخت پیرودونکي ته کوي – د بېلګې په توګه، د دوی د قهوې پیسې ورکول، غرمې ډوډۍ یا د سینما ټکټ.
د ځان زده کړې او مطالعې لګښتونه
تاسو کولی شئ چې د ځان زده کړې او مطالعې د لګښتونو غوښتنه وکړئ که مو کورس مستقیماً د شاګرد په توګه له کار سره تړاو لري او دا چې:
- هغه مهارتونه او پوهه ساتي او وده ورکوي چې ستاسو اوسني کار ته ورته اړتیا ده – د بېلګې په توګه د عمر په ملاتړ کې د IV سند که تاسو د عمر لرونکي پاملرنې کارکونکي په توګه ګمارل شوي یاست
- ستاسو د اوسنۍ دندې څخه د عاید د زیاتوالي پایله یا احتمال شتون لري.
تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو زده کړه عمومي وي یا د دې لپاره وي چې نوې دنده پیدا کړئ.
نور لګښتونه
تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:
- د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
- د دندې اړوندو کارونو لپاره له کور څخه د کار کولو لګښتونه
- د شخصي محافظت وسایل چې تاسو اخلئ، لکه دستکش، ماسک، سنټایزر یا د بکتریا ضد سپرې، په هغه صورت کې چې دنده مو درنه وغواړي چې له مشتریانو سره نیږدې اوسئ
- د شورا او مسلکي اتحادیې فیس.
تاسو کولی شئ چې د شخصي لګښتونو غوښتنه وکړئ، لکه:
- د فېټنس لګښتونه – د بېلګې په توګه د جېم فیس
- ستاسو په عادي کارځای کې پارک کول یا عامه ټرانسپورټ، ټکسيګانې یا له کوره تر کاره د سپرلۍ شریکول
- د انفلونزا یا نور واکسینونه
- د TV لګښت، په سندرو کې ګډون یا د چغو خدمتونه.
تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که ستاسو ګومارونکی تاسو ته دغه لګښتونه ګالي.
دا یوازې یو عمومي لنډیز دی
د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/carersته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.
Community support workers and direct carers guide to income, allowances and claiming work-related deductions - Pashto translation.