ATO logo

زمونږ منشور

Know our commitments to you, what we ask of you and options if you are not satisfied – Pashto translation.

Published 31 August 2026

په دې پاڼه کې

زمونږ د منشور په هکله

مونږ د آسټرالیا د مالیې، سوپر او سوداګرۍ راجستر خدمات اداره کوو. موږ همداراز ټولنې ته د دولتي ګټو رسولو ملاتړ هم کوو.

زموږ خدمات د ژوند کولو د ملاتړ لپاره اړین دي چې موږ په آسټرالیا کې ترینه خوند اخلو، لکه د روغتیا، تعلیم او ټولنیز زیربنا پاملرنه.

تاسو د دې په ترسره کولو کې د مرستې لپاره خپل رول لرئ. ستاسو مکلفیتونه به ځینې وختونه تاسو اړ باسي چې له موږ سره کار وکړئ.

موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ځل چې تاسو زموږ سره کار کوئ ستاسو تجربه اسانه او مسلکي وي.

دا منشور:

  • دا تشریح کوي چې کله تاسو زموږ سره اړیکه ونیسئ نو تاسو د څه تمه کولی شئ
  • په هر هغه چا باندې تطبیق کیږي چې زموږ سره کار کوي
  • د قوانینو، کوډونو او اصولو پر بنسټ ولاړ دی چې مونږ دواړه یې باید پلي کړو.

که تاسو زموږ له پریکړې سره موافق نه یاست یا باور لرئ چې موږ منشور نه دی تعقیب کړی، نو تاسو هم ځینې ګامونه پورته کولی شئ.

په دې پاڼه کې مالومات زمونږ په منشور (NAT 75579، PDF 283KB)This link will download a file (په انګلیسي) کې ډاونلوډ کړئ.

زمونږ ژمنه ستاسو سره

عادلانه او معقول چلند

زمونږ اړیکه ستاسو سره د متقابل باور او درناوي پر بنسټ ولاړه ده. مونږ په هر کار کې چې کوو، عادلانه، اخلاقي او مسؤلانه چلند ته ژمن یو.

مونږ به:

  • له تاسو سره په احترام، پاملرنې او درناوي چلند وکړو
  • په صداقت او سپیڅلتوب (په انګلیسي) سره عمل وکړو
  • په بې طرفي او په ښه نیت عمل وکړو
  • له تاسو سره د یو صادق شخص په توګه چلند وکړو پرته لدې چې مونږ د بل فکر کولو دلیل ولرو او تاسو ته د وضاحت ورکولو فرصت درکړو
  • د هغو خلکو سره کار وکړو چې تاسو د خپل استازیتوب لپاره غوره کړي دي، لکه مسلکي سلاکار.

مسلکي خدمت

مونږ پوهیږو چې د قانون له مخې ستاسو حقوق او مکلفیتونه پیچلي کیدی شي. مونږ موخه لرو چې تاسو ته باوري، د لاسرسي وړ او ګټور مالومات او خدمت چمتو کړو ترڅو تاسو سره ستاسو د حقوقو په پوهیدلو او ستاسو د مکلفیتونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

مونږ به:

  • ځواب ویونکی اوسو او په وخت، دقیق او د پوهیدلو لپاره اسانه مالومات چمتو کړو
  • د ټولنې سره کار وکړو ترڅو خپل محصولات او خدمات داسې ډیزاین کړو چې کارول یې اسانه او ټول شموله وي
  • خپل خدمات په ډیجیټلي ډول وړاندې کړو پرته له هغه چې بدیل لاره يي ډیره مناسبه وي.

ملاتړ او مرسته

مونږ پوهیږو چې خلک ممکن د مختلفو لارو، په مختلفو وختونو کې مرستې ته اړتیا ولري. مونږ پوهیږو چې که تاسو زیان منونکي یاست، ستونزمن وختونه تجربه کوئ یا د بحران پیښو څخه اغیزمن شوي یاست نو ممکن ستاسو لپاره د خپلو مکلفیتونو پوره کول سخت وي. که څه هم مونږ په ډیرو مواردو کې ستاسو مکلفیتونه نه شو لرې کولی، ممکن داسې لارې شتون ولري چې مونږ یې د پوره کولو لپاره ستاسو سره مرسته وکړو.

مونږ به:

  • ستاسو حالاتو ته غوږ ونیسو او چیرته چې مونږ کولی شو هغه به په پام کې ونیسو
  • د بحراني پیښو او سختو وختونو په موده کې ملاتړ چمتو کړو
  • که تاسو زمونږ د خدماتو په پوهیدلو یا لاسرسي کې مرستې ته اړتیا لرئ، مرسته چمتو کړو.

ستاسو د مالوماتو او محرمیت ساتنه

مونږ ستاسو د مالوماتو او داتا د ساتنې مسؤلیت په جدي توګه نیسو. مونږ پوهیږو چې ستاسو د شخصي مالوماتو محرمیت او خوندیتوب په عصري ډیجیټلي نړۍ کې څومره اړین دی.

مونږ به:

تاسو باخبره ساتو

مونږ ژمن یو چې له تاسو او ټولنې سره په خپلو تعاملاتو کې شفاف او حساب ورکوونکي واوسو.

مونږ به:

  • خپلي پریکړې تشریح کړو
  • زمونږ د پرمختګ څخه مو باخبره ساتو
  • ستاسو حقوق، مکلفیتونه او د بیاکتنې اختیاروني بیان تشریح کړو
  • ستاسو مالوماتو (په انګلیسي) ته لاسرسی درکړو او هغه مالومات چې زمونږ سره د پریکړو په کولو کې مرسته کوي، چیرې چې مناسب وي.

هغه څه چې مونږ يي له تاسو څخه غواړو

تاسو به د قانون له مخې ستاسو د شرایطو پورې اړوند یو لړ مکلفیتونه ولرئ.

  • له مونږ سره په احترام او درناوي چلند وکړئ.
  • صادق اوسئ او د قانون په چوکاټ کې عمل وکړئ.
  • زموږ پوښتنو ته په وخت ځواب ورکړئ او ټول اړونده مالومات موږ ته راکړئ. موږ ممکن له تاسو څخه پوښتنې وکړو یا نور معلومات راټول کړو (په انګلیسي) ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هغه څه چې موږ پوهیږو سم او اوسني دي.
  • که څوک ستاسو استازیتوب کوي، موږ ته خبر راکړئ. تاسو لاهم مسؤلیت لرئ چې دا ډاډ ترلاسه کړئ چې موږ ته ورکړل شوي مالومات دقیق دي.
  • خپل مکلفیتونه (په انګلیسي) پوره کړئ، پشمول د استوګنې ځای او په وخت پیسې ورکول. که تاسو نشئ کولی، نو د ټاکل شوې نیټې څخه مخکې ژر تر ژره موږ ته خبر راکړئ ترڅو موږ ستاسو ملاتړ وکړو.
  • سندونه ښه وساتئ او د اړتیا په وخت کې یې موږ ته راکړئ.
  • د خپل هویت مالومات خوندي وساتئ او که ستاسو مشخصات بدل شي نو موږ ته خبر راکړئ.

که تاسو غواړئ چې د پریکړه بیاکتنه وشي، نو باید ګامونه پورته کړئ

که تاسو باور لرئ چې مونږ په خپلو پریکړو کې تېروتنه کړې ده، مونږ به ستاسو سره کار وکړو ترڅو ستاسو اندیښنې ژر تر ژره او په ساده ډول حل کړو.

مونږ به قانون بدل نه شو کړای. په هرصورت، مونږ کولی شو تاسو سره مرسته وکړو چې پوه شو چې دا ستاسو په شرایطو کې څرنګه پلي کیږي.

مونږ به ستاسو انتخابونه هم په ګوته کړو، په شمول د قانوني بیاکتنې حقوق (په انګلیسي) او د شکایت کولو څرنګوالی.

د لومړي ګام په توګه، خپلې اندیښنې له مونږ سره شریکي کړئ ترڅو وګورو چې ایا مونږ کولی شو دوی ته رسیدګي وکړو. ممکن تاسو ته یو ځانګړی اړیکه درکړل شوې وي چې تاسو ورسره خبرې کولی شئ، که نه نو تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ (په انګلیسي).

تاسو کولی شئ زمونږ د ډیرو پریکړو بیاکتنه د یو خپلواک افسر لخوا هم وغواړئ چې په اصلي پریکړه کې ښکیل نه و.

که تاسو زمونږ د داخلي بیاکتنې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د بهرني بیاکتنې (په انګلیسي) غوښتنه وکړئ. په ډیرو مواردو کې، تاسو باید د بهرنۍ بیاکتنې د غوښتنه کولو دمخه له موږ سره د داخلي بیاکتنې غوښتنه کړې وي او له پایلې څخه راضي نه وي.

د هغه پریکړې په ډول پورې اړه لري چې تاسو یې اعتراض کوئ، تاسو ممکن د بهرنۍ بیاکتنې لپاره مختلف انتخابونه ولرئ لکه محکمې یا ترایبیونلونه.

که زمونږ له خدماتو څخه راضي نه یاست، نو هغه ګامونه چې باید واخلئ

دا زمونږ لپاره اړین ده چې پوه شو کله چې تاسو راضي نه یاست نو موږ کولی شو خپل خدمت ته وده ورکړو.

که چیرې مونږ ستاسو تمې پوره نه کړلې، یا تاسو فکر کوئ چې موږ خپل منشور نه دی پلي کړی، نو تاسو ډیر ګامونه پورته کولی شئ:

  1. د لومړي ګام په توګه، خپلې اندیښنې د ATO افسر سره شریکي کړئ څوک چې به ستاسو د ستونزې د حل هڅه وکړي. ممکن تاسو ته یو ځانګړی اړیکه درکړل شوې وي چې تاسو ورسره خبرې کولی شئ، که نه نو تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ (په انګلیسي).
  2. که تاسو مطمئن نه یاست، تاسو کولی شئ د مدیر سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ.
  3. که دا بیا هم ستاسو اندیښنو ته ځواب ورنکړي، تاسو کولی شئ زموږ د پروسو د ښه کولو لپاره نظر(فیدبک) وړاندې کړئ (په انګلیسي) یا رسمي شکایت ثبت کړئ (په انګلیسي).

مونږ ټول شکایتونه په جدي توګه څېړو او موخه یې دا ده چې ژر او عادلانه حل یې کړو.

د شکایت کول به زمونږ سره ستاسو اړیکې اغیزمنې نه کړي.

که تاسو له مونږ سره د شکایت کولو وروسته مطمئن نه یاست، تاسو کولی شئ د خپلواکې پلټنې لپاره د مالیه محتسبExternal Link (Tax Ombudsman) سره اړیکه ونیسئ.

تاسو کولی شئ د جبران غوښتنلیک ورکړي (په انګلیسي) زمونږ څخه که تاسو:

  • دا باور چې زموږ کړنو قانوني مسؤلیت رامینځته کړی
  • زمونږ د ناسمې ادارې له امله مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

څنګه زمونږ سره اړیکه ونیسئ

که تاسو زمونږ د کومې ژمنې یا هغه څه په اړه پوښتنې یا اندیښنې لرئ چې مونږ یې له تاسو څخه غواړو، نو زمونږ سره یا مسلکي سلاکار سره اړیکه ونیسئ (په انګلیسي).

د قانون جوړونې لارښود ملاتړ

دا لارښود (په انګلیسي) زمونږ د منشور ملاتړ کوي چې زمونږ د ژمنو سره اړوند کلیدي قوانینو ته یوه کتنه وړاندې کوي.

QC107971